فاریاب کې یوې سیمه ییزې سرچینې شمشاد نیوز ته وویل چې د دغه ولایت لپاره نوی ټاکل شوی والي، محمد داود لغمانی نن رسما معرفي او دنده یې پیل کړه.
د سرچینې په حواله، نوموړی د ملي اردو د لومړۍ لوا په قرارګاه کې د فاریاب خلکو لپاره د والي په توګه معرفي شو.
په ورته وخت کې، میمنې ښار کې د جنبش ګوند زیات شمېر پلویانو لاریونونه پیل کړي دي.
لاریون کوونکو د ولایت مقام دروازه تړلې او د مرکزي حکومت پر ضد شعارونه ورکوي.
تېره ورځ د جنبش ګوند مشر، جنرال عبدالرشید دوستم لاریون کوونکو ته په ټلیفوني پیغام کې ویلي و، چې په هېڅ صورت به د نوي والي معرفي کېدو ته اجازه ورنکړي.











