تښتوونکو د عبدالروف کورنۍ ته تازه د هغه د ځورونې بله ویډيو لېږلې، چې نوموړی پکې له پښو ځوړند شوی او وهل کېږي.
د دغه تښتول شوي ماشوم پلار پر حکومت د نيوکې تر څنګ وايي چې د پارلمان او ولسمشرۍ ماڼۍ مخکې هم د تحصن خيمې دروي.
د عبدالروف کورنۍ پر حکومت نیوکه کوي، چې تر دې مهاله نه دی توانېدلی څو ياد ماشوم د تښتوونکو له منګولو خلاص کړي.
دوی وايي ژر به د ولسي جرګې او ولسمشرۍ ماڼې مخکې هم د تحصن خيمه ودروي.
په ورته مهال پر امنيتي ارګانونو هم د ياد ماشوم د نه راخلاصېدو له امله نيوکې زياتې شوي دي.
د حزب اسلامي شوراګانو د اتحاد مشر جمعه خان همدرد وايي، چې امنيتي ارګانونو لپاره ننګ دی، چې د شپږ مياشتو په تېرېدو يې لا هم تښتوونکي نه دي پيدا کړي.
موږ هڅه وکړه چې په دې تړاو د بلخ د سیمه ييزو چارواکو نظراخلو؛ خو بريالي نشوو.
څه موده وړاندې د افغانستان د ملي امنيت رياست ویلي وو، چې د تښتول شوي ماشوم په قضيه کې د لاس لرلو په تور يې لسګونه کسان نیولي دي.











