د یاد آژانس په خبره دا آزمایښتي ماموریت چې (کلیر سپیس ون) نومېږي، په ۲۰۲۵تم کال کې به پیل شي او په فضا کې پاتې شویو سپوږمکیو او را کټونو ککړتیا به د روباټ په مرسته پاکوي.
یاد آژانس د دې ماموریت له پاره د ۱۰۴ میلیونه ډالرو بودیجه لاسلیک کړې.
دا په داسې حال کې ده چې فضا ته له ځمکې هر پیل شوی ماموریت هلته فضايي ککړتیا پرېښې چې د ځمکې پر چاپېر څرخېږي او د ځمکې ټیټ مدار یې نږدې ډک کړی دی.
دا ککړتیاوې کله نویو فضايي ماموریتونو ته هم ستونزې جوړوي او ځینې وخت ان د نويو ماموریتونو وسایل بېرته ځمکې ته راغورځوي.
څه موده مخکې د چینايي راکټ پېښه یې بېلګه کېدلی شي.











