د یهودانو دا عبادت ځای چې تر اوسه یې د جوړېدو چارې بشپړې شوې نه وې، په وېسټ بانک کې د یهودانو د عبادت پر مهال نړېدلی چې له امله یې دوه کسان وژل شوي او له ۱۵۵ نور ټپيان شوي دي.
په مړو شویو کې یو عمر خوړلی او بل ۱۲ کلن ماشوم دی.
د اسرایلو پوځ ویلي چې په سیمه کې یې ژغورونکې او پلټونکې ډلې ګمارلي چې لا هم په کار بوختې دي.











