ولسمشر په اختریز پيغام کې وویل چې د پاکستان لوی درستیز قمر جاوید باجوه ورته ویلي چې د طالبانو امارت د پاکستان په ګټه نه دی او دوی له جمهوریت ملاتړ کوي.
ولسمشر غني پر طالبانو غږ وکړ چې د سولې لپاره ښه چانس دی ځکه بهرنیان هم وتلي دي.
هغه وویل چې طالبان له خلکو باج اخلي او له هغو خلکو ډوډۍ غواړي چې خپله یې نه لري.
ولسمشر دا هم وویل چې په روانې جګړه کې د هېواد هغه زیر بنا لمنځه وړل کېږي چې د خلکو د وینو په بیه جوړ شوي.
ولسمشر یوځل بیا وویل چې د سولې لپاره ژر ټاکنو ته چمتو دی.
د ولسمشر غني په خبره، حکومت له طالبانو نه غواړي چې تسلیم شي بلکې سیاسي حل لار دې ولټوي.
ولسمشر طالبانو ته د لویې جرګې د جوړېدو وړاندیز هم وکړ چې ستونزه د خبرو له لارې حل شي.
ولسمشر غني وويل: ټاکل شوې چې د ایران لوړ پوړی پلاوی کابل ته راشي او په نوو اړیکو به مهمې خبرې وشي.
ولسمشر وویل چې افغانان واحد ملت دی او هېڅوک یې د وېشلو توان نه لري او که څوک یې هڅه وکړي د خلکو له کلک غبرګون سره به مخ شي.
ولسمشر وویل چې د سولې لپاره اجماع شته او په راتلوونکي کې به د سیاسیونو، ولس او سیمې په کچه اجماع جوړه کړي.
د محمد اشرف غني په خبره، په تېرو پنځه کلونو کې دومره جوماتونه جوړ شوي چې په تاریخ کې ساری نه لري.
افغان ولسمشر وویل چې افغانستان دوامداره ملګري او دښمنان نه لري بلکې مونږ باید خپلې ملي ګټې وپالو.
دهغه په خبره له بهرنیانو سره د اړیکو نوی باب پرانېستل شوی.
ولسمشرله اختر لمونځ وروسته رسنیو سره خبرو کې وویل چې د کرونا درېیمه څپه هم پيل شوې او باید ښه مدیریت شي.











