د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، شاه محمود قریشي ویلي چې هېواد یې اراده نه لري چې امریکا ته پوځې ادې ورکړي.
قریشي وړمه ورځ یوې خبري ناستې ته وینا کې ویلي چې، پاکستان امریکا ته د پوځې اډو د ورکړې اراده نه لري، خو په وینا یې هڅه کوي طالبانو ته قناعت ورکړي تر څو روان تاوتریخوالی پای ته ورسوي او له افغان حکومت سره د سیاسي حل په موخه خبرو ته دوام ورکړي.
قریشي د سولې خبرو کې ښکېلتیا د طالبانو په ګټه بللې او زیاته کړې یې ده چې دغه چاره طالبانو ته نړیوال شهرت او احترام ورکوي.
قریشي دغه راز له امریکا هم غوښتي چې د طالبانو د مشرانو نومونه له تور لیسته وباسي.











