دغزې د روغتيا وزارت چارواکو ويلي، اسرائيلي ځواکونو تېره ورځ د هوايي بریدونو پایله کې د نهو ماشومانو په ګډون شلفلسطينيان وژلي دي.
د راپورونو له مخې، اسرائيلي ځواکونو وروسته له هغه پر غزې تړانګې هوايي بريدونه کړي، چې حماس ډلې د اسرائيلو له لوري د تاوتريخوالي په غبرګون کې پر بيت المقدس راکټي بريدونه وکړل.
د غزې روغتيا وزارت مالومات ښيي چې د اسرائيلو په دې بريدونو کې لږ تر لږه ۶۵ کسان ټپيان شوي هم دي.
د اسرائيل او فلسطين ترمنځ دا ګډوډي وروسته له هغې رامنځته شوه، چې په دې وروستيو کې له بيت المقدس څخه فلسطيني کورنۍ په زور شړل کېږي.
د دې ګډوډيو له پیل راهيسې تر دې مهاله له پنځه سوو زيات فلسطيني وګړي ټپيان شوي دي.











