وسله والو طالبانو تېره شپه د دغې ولسوالۍ په مرکز او دفاعي پوستو بریدونه کړي چې په ترڅ کې یې دفاعي پوستو سقوط کړی او جګړه د ښار تر مرکزه رسبدلې ده.
امام صاحب ولسوالۍ کې یوه سرچینه وایي، ولسوالۍ ته له کندز څخه د غزېدلې لارې باسوس سیمه کې یو لوي پل هم د طالبانو له لوري په بمونو الوځول شوی.
۲۱۷ قولو اردو جګړه تاییدوي او وایي، سیمي ته کمانډو ځواکونه رسیدلي او نور تازه دمي ځواکونه د ورتګ په حال کې دي.
قول اردو زیاتوي چې هوایي ځواک هم د کمانډو ځواکونو مرسته کوي او د وسله والو سنګرونه یې په نښه کړي دي.
ځایي طالبان وایي، د امام صیب ولسوالۍ ډېرې سیمې د دوۍ تر ولکې لاندې راغلي دي، خو امنیتي مسوولین وايي چې دغه ولسوالۍ به له سقوط وژغوري.











