د کندهار په میوند، پنجوايي او ارغنداب ولسواليو کې د دريو چاودنو پر مهال څوارلسو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
تر ټولو خونړۍ پېښه د میوند او ژېړۍ ولسوالۍ ترمنځ حوض مدت ته نژدې د پیر زاده کاریز په سیمه کې شوې ده.
ځايي سرچينې وايي، د عبدالخالق په نوم یوه کلیوال غوښتل، چې د جګړې له ویرې کډه بار کړي، خو په کور کې يې هاوان لګېدلی.
د معلوماتو له مخې، په چاودنه کې د دریو ماشومانو په ګډون اته کسان وژل شوي او د دوو ښځو په ګډون درې نور ټپیان شوي، خو معلومه نه ده، چې هاوان له کوم لوري توغول شوی.
د دې ترڅنګ د کندهار د پنجوايي ولسوالۍ په شېخ قلندر بابا سیمه کې پر دوو ملکي کسانو، چي باغ کې په کار بوخت وه، چاودنه شوې او دواړه يې وژلي.
د ارغنداب ولسوالۍ په ناګهان سیمه کې هم نن سهار چاودنه شوې او یو ملکي کس يې ټپي کړی.
په ورته وخت کې، د کندهار په شاولیکوټ او میوند ولسواليو کې هم سختې جګړې شوي.
لومړۍ نښته د شاولیکوټ ولسوالۍ د زرتالې په سیمه کې شوې ده، هلته وسله والو پر يوې امنیتي پوستې برید کړي، درې پولیس يې وژلي، دوه يې ټپیان کړي او څلور نور يې له ځان سره ژوندي بېولي.
دغه شان د میوند ولسوالۍ د سره بغل په سیمه کې وسله والو پر دوو پوستو بریدونه کړي، درې پولیس يې وژلي، خو وروسته هوايي ځواک بمبار کړی.
امنیتي مسولین وايي، چې په هوايي برید کې ۲۸ وسله وال وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.











