ترټولو سخته جګړه په میوند ولسوالۍ کې شوې، چې وسله وال توانېدلي ځانونه د ولسوالۍ تر بازاره ورسوي او د یادې ولسوالۍ ودانۍ محاصره کړي.
امنیتي سرچینې وايي، هلته د جګړې پر مهال شپږ پولیس وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي، خو زیاتوي چې ولسوالۍ یې له محاصرې خلاصه کړې.
د کندهار پولیس وايي، تېره شپه د پنجوايي ولسوالۍ په یخ څاه او خیبري غره سیمو کې جګړه شوې چې پر مهال یې د ۴۴۴ ځانګړې قطعې درې سرتېري وژل شوي او درې ټپیان دي.
سرچینه وايي، هوايي ځواکونو په عملیاتو کې همکاري کړې، چې پایله کې یې ۲۸ وسله وال طالبان وژل شوي او یوولس نور ټپیان دي.
د سرچینو په خبره، له دې سره هم مهاله د کندهار په ژېړۍ، شاولیکوټ او خاکرېز ولسوالیو کې هم سختې جګړې شوي، چې پایله کې یې څلور پولیس وژل شوي او څلور نور ټپيان شوي دي.
امنیتي مسؤلین وايي، د پولیسو په ځوابیه برید کې اته وسله وال وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
وسله والو بیا تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.











