د ترکیې ناستې د پيل لپاره د څلور ادرسونه هڅې د دویم ځل لپاره هم ناکامې شوې او د ترکیې کنفرانس یو ځل بیا وځنډېد. اوس ترکيي او ملګرو ملتونو ويلي چې تر اختر وروسته د ټولو ښکېلو لورو په ګډون سره به ددې ناستې د جوړېدا لپاره هڅې جاري ساتي.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیه کې ویلي: ((موږ له قطر، امریکا او ملکرو ملتونو سره مشورې کړې دي. موږ په ګډه پرېکړه کړې چې د افغانستان د سولې په تړاو د استانبول کنفرانس له کوچني اختر وروسته ترسره کړو.))
یوناما بیا ویلي: ((ترکیه، قطر او ملګري ملتونه به په افغانستان کې د سولې راوستلو لپاره خپلو هڅو ته په کلکه دوام ورکړي.))
هاخوا طالبان بیا وايي، ناسته کې د ګډون لپاره لاهم دوی سره خبرې روانې دي، او که يي شرایط یې په پام کې ونيول شي دوی به په ياده ناسته کې پر ګډون غور وکړي.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي: ((زموږ د استازو، ملګرو ملتونو، ترکیې قطر او امریکا د استازو تر منځ بحثونه اوس هم دوام لري، که هغوی وتوانېدل چې زموږ شرایط په پام کې ونیسي او غونډه افغاني شي، له مداخلو، فشارونو او نورو دسیسو څخه لرې وساتل شي بیا موږ په کې د ګډون په اړه غور کولای شو.))
حکومت چې د ناستې لپاره له وړاندې تیاری ښودلی وه اوس د سولې په چارو کې د دولت وزیر سید منصور نادري وايي، له غونډې څخه د طالبانو انکار د دې ښکارندوي کوي چې هغوی د سولې اراده نلري.
د ترکیې ناستې لپاره سر له اوسه خلک هیله من دي، خو ملي اجماع، ټول شموله پلاوی، د افغانستان د واقعیتونه په نظر کې نیول هغه موارد دي چې د ولسی جرګې ځېنې غړي پرې ټینګار کوي.
مالومات دا دي چې د امریکا او ملګري ملتونو استازو له طالبانو سره په خبرو کې پرمختګ کړی او ښايي طالبان د غونډې د راتلونکې ټاکل کېدونکې نېټه کې ګډون وکړي.
ټاکل شوې وه چې د افغان سولې په اړه د ترکیې ناسته د روانې اپرېل میاشتې په ۲۴مه نېټه پیل شي، خو د طالبانو د نه ګډون له امله د دوهم ځل لپاره وځنډېده.











