Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ملي اردو ځواکونو د بلخ  په چهار بولک ولسوالۍ کې خپله قرارګاه پریښې

admin by admin
2021/04/20

 د سیمې اوسېدونکو شمشاد نیوز ته وویل چې په چهاربولک ولسوالۍ کې ملي اردو ځواکونو خپله یوه قرارګاه پريښې او له خ تجهیزاتو سره یو ځای د دې ولسوالۍ بلې سیمې ته تللي دي.

د سرچينو په وينا د ملي اردو دغه پوځي مرکز له تېرو څو مياشتو راهيسې د طالبانو لخوا کلابند وو او د خوراکي توکو ور رسولو چارې يې ستونزمنې شوې وې.

د سيمې د خلکو په خبره د کلابندۍ تر څنګ طالبانو پر دغې قرارګاه د اوبو يو کانال هم ور خوشې کړی و چې د بېز شاوخوا هم زياتې اوبه ډنډ شوې وې..

 سرچينې وايي چې ملي اردو له دغه بېز څخه خپل ټول تجهيزات ايستلي او يواځې دوه زغره وال ټانګونه يې په اوبو کې د بند پاتې کېدو له امله خپله له منځه وړی دي.

 د شاهين قول اردو وياند حنيف رضايي شمشاد ته ومنله چې د ملي اردو ځواکونه د چهاربولک ولسوالۍ ګورتېپې سيمې له نصرت بېز څخه ايستل شوي او د يادې ولسوالۍ په يوه بله مناسبه سيمه کې ځای پر ځای شوي دي.

 هغه زياته کړه چې امنيتي ځواکونه عامو خلکو او کروندګرو ته د زيان اوښتو د مخنيوي په موخه له يادې سيمې څخه وتلي دي،  خو نوموړی وايي چې له يادې قرارګاه څخه د ځواکونو وتلو سره به د دغې سيمې امنيتی وضعيت کې منفي بدلون رانشي.

 طالبانو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ويلي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات اطفایې روان کال د اور لګېدنې ۴۱۶ پېښو ته رسېدنه کړې
افغانستان

فبروري 26, 2026
کابل کې راستنو شویو کډوالو ته د خوراکي او نغدي مرستو وېش پیل شو

افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي
اقتصاد

پاکستاني پولیسو صوابۍ کې د افغان کډوالو اړوند کوهاټي کمپ او دوکانونه وتړل

کابل کې د چټلو اوبو پاکولو چاڼ خونه جوړېږي

د پاکستان عام ولس افغانستان کې د پوځي رژیم وروستي بریدونه غندلي

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist