امریکا په افغانستان کې د امنیتي ځواکونو ترڅنګ په یو شمېر هغو قراردادي ملېشو هم پانګونه کړې چې وخت ناوخته یې د ځانګړو عملیاتو مشري کړې او یوازې امریکا ته ځواب ویونکي وو.
اوس چې د امریکا او ناټو ځواکونه له افغانستانه بهر کېږي، دا اندېښې راپورته شوي چې واشنګټن غواړي راتلونکي لپاره جګړه قراردادیانو ته وسپاري.
د کورنیو چارو وزارت پخوانی مرستیال میرزا محمد یارمند وایي، امریکا له استخباراتي حضور پرته له افغانستان څخه تلونکې نه ده، خو په شخصي قراردادیانو پانګونه د افغانستان حاکمیت ته زیان رسوي او دا ملېشې د جګړې توان نه لري.
سره له دې چې افغان حکومت او طالبان تل وايي چې افغان خاوره به نورو پر ضد نه کاريږي، خو اوس داسې ښکاري چې امریکا د خپلو ګټو لپاره په يو شمېر ډلو او ټپلو پټه پانګونه پيل کړې ده.
شنونکي وايي چې امریکا شخصي قراردادیان تر ډېره په جنوب کې فعال دي چې تر دې مخکې يي کړنو تندې نيوکې له ځان سره لرلې.
د راپورونو پر بنسټ، ډېرهغه شخصي قراردادیان اوس د افغانستان څخه د وتلو په درشل کې دي چې په جګړه کې ښکېل وو او په دې تړاو پرون ولسي جرګې هم انديښنه ښودلې وه.
له دې سره دا اندېښنې هم څرګندې شوې دي چې په کور دننه هم د ملېشه سازي لپاره کار روان دی او يو شمېر هغه ډلې ټپلې هم چې له طالبانو سره د جګړې پخوانۍ مخینه لري، د مقاومت د دوهم پړاو د پيل کېدو خبرداري ورکوي.











