یوې معتبرې امنیتي سرچینې شمشاد نیوز ته وویل چې د بلخ امنیه قومندانۍ د لوژستیک مدیر، د اعاشې مدیر، د تامیناتو مدیر او دغه راز د اکمال مالي او اداري مدیران د فساد په تور نیول شوي دي.
د سرچینې په خبره، د پولیسو دغه لوړ رتبه افسران د کورنیو چارو وزارت درنو جرمونو سره د مبارزې ادارې له لوري نیول شوي او د څېړنو لپاره کابل ته لېږدول شوي دي.
د بلخ د امنیه قومندانۍ د مطبوعاتو مسوول عادل شا عادل شمشاد نیوز ته وویل چې یاد کسان د یوه قراردادي شرکت له لوري د عریضې په خاطر د کورنیو چارو وزارت له لوري جلب شوي وو.
هغه وویل، د پولیسو دغه منسوبین د خپل ځان د سپیناوي په خاطر کورنیو چارو وزارت ته تللي او زیاتوي که چېرته شوې ادعاوې ثابتې شي، قانون پرې پلی کېږي.
د دې ترڅنګ تېره یوه میاشت کې د بلخ د محبس مدیر او د دغه ولایت د ځمکو رییس هم د فساد په تور نیول شوي دي.











