ولسمشر اشرف غني د سولې طرحې د تشرېح پر مهال وینا کې وویل، طالبانو سره ننګوونکې او هغې معاهدې ته چې د ولس ګتې پکې تضمین نه وي، تن نه ورکوو، خو ټاکنو ته هر وخت چمتو یو.
هغه وویل، ټاکنې د مشروعیت سرچینه ده او په وینا یې له لویې جرګې پرته خپله تګلاره نه شي ټاکلی.
د ولسمشر په خبره، که پوه شو چې د افغانستان استقلالیت له ګواښ سره مخ دی، د سر په بیه به دفاع ته چمتو شو.
هغه وايي، سوله د ټولو افغانانو غوښتنه ده، له طالبانو اوربند او له ملګرو ملتونو په یاد اوربند څار غواړو.
ولسمشر د سولې خبرو کې د ملګرو ملتونو اړین وباله او زیاته یې کړه چې افغانستان ته د سولې په راتګ کې د ملګرو ملتونو او امنیت شورا تضمینونه اړین دي.
د هغه په خبره، هغه هېوادونه چې د ترهګرو ملاتړ کوي باید ژمنه وکړي چې نور د ترهګرو له ملاتړه لاس اخلي.
نوموړي دغه راز وویل چې له طالبانو پرته سیمې او نړۍ سره هم توافق اړین دی.











