طالبانو د کندهار ولایت ارغنداب ولسوالۍ په ژوندو هدیره سیمه کې پر حکومتي ځواکونو بریدونه پیل کړي دي.
د طالبانو تر بریدونو وروسته د حکومتي ځواکونو مرستې ته هوايي ځواکونه رسېدلي او په هوايي بریدونو کې یې نهه وسله وال طالبان وژلي دي.
یوه امنیتي سرچینه بیا وايي چې تېره شپه یوولس بجې د کندهار پنجوايي ولسوالۍ اړوند د صالحانو سیمه کې د طالبانو له چاودېدونکو توکو ډک هاموې موټر په هوايي برید کې له منځه وړل شوی دی.
د سرچینې په وینا، طالبانو غوښتل د دغه موټر بم برید په وسیله د پنجوايي ولسوالۍ پر امنیه قومندانۍ برید وکړي، خو هدف ته له رسېدو وړاندې په نښه شو.
یوه بله امنیتي سرچینه وايي، یو بل موټر بم هدف ته رسېدلی او د یادې ولسوالۍ په صلوات سیمه کې یې د ملي اردو پر یوه پوسته برید تر سره کړی.
د سرچینې په خبره، موټر بم برید کې د ملي اردو سرتېرو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو دقیقه شمېره یې نه ده معلومه.
ځايي سرچینې وايي چې نن سهار یو ځل بیا د کندهار ولایت مقام مخې ته څلور هاوانونه لګېدلي دي، چې ځاني زیان یې نه دی اړولی.











