د ولسمشرۍ ماڼۍ یوې معتبرې سرچینې شمشاد نیوز ته ويلي چې ټاکل شوې ولسمشر غني په راتلونکو درې ورځو کې د سولې لپارهخپله طرحه له ولس سره شریکه او په تړاو یې وضاحت ورکړي.
سره له دې چې طالبانو د ولسمشر اشرف غني له یادې طرحې سره مخالفت ښودلی، خو ویل کېږي چې ولسمشر به د سولې لپاره خپله ترتیب شوې طرحه د افغان سولې په اړه د ترکیې غونډې ګډونوالو ته وړاندې کړي.
د سولې اړوند د ولسمشر په طرحه کې له وخت وړاندې ټاکنې، په ټاکنو کې د ولسمشر او مرستیالانو نه نوماندېدل او یو شمېر نور ټکي ځای پر ځای شوي دي.
ټاکل شوې چې د افغان سولې په اړه د ترکیې غونډه د روانې اپرېل میاشتې په شپاړسمه نېټه ترسره شي، خو افغان حکومت او طالب لوری تراوسه د دغې غونډې د ترسره کېدا له نیټې بې خبري ښيي.











