د خوست امنيه قوماندان پاسوال محمد داود آمين له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې طالبانو پرون مازديګر د خوست ښار په جنوب ختيځه څنډه کې د چمپین په نوم پر نظامي اډې چې په زاړه هوايي ډګر هم مشهوره ده، توغندوییز بریدونه کړي دي.
آمین وایي، پر یادې اډې دوه توغندي توغول شوي، چې یو یې د لنډي په نوم کلي کې پر يوه کور لګېدلی او دويم بیا په يوه پټي کې لګېدلی دی.
هغه وایي چې یاد بریدونه ځاني زيان نه لري، خو يو کور يې تخريب کړی دی.
په ورته وخت کې، په ياده نظامي اډه کې مېشت د KPF يا د خوست ساتندويه ځواکونه دغه بریدونه تاییدوي او وایي چې توغندي له اډې بهر لګېدلي دي.
طالبانو بيا د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ادعا کړې چې پر ياده اډه یې ګڼ شمېر توغندي ويشتلي او مرګ ژوبل هم لري.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایي چې د دې بریدونه هدف د ضربتیانو مرکز وه، خو سرچينې بیا وایي چې په دې مرکز کې امریکایي ځواکونه شتون لري.
د طالبانو يوې سرچينې بیا شمشادنیوز ته ویلي چې دا بريدونه یې د خوست د صبريو پېښې ته په غبرګون کې کړې دي.











