ولسمشر غني د اسیا زړه هېوادونو په نهم کنفرانس کې چې د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې جوړ شو، یو ځل بیا په ښکاره ټکو وویل، چې واک به قانوني او د ټاکنو له لارې انتقال کړي.
هغه د ټاکنو او د واک د لېږد پروسې د بریا لپاره، له نړیوالو غوښتنه وکړه چې د ترسره کېدونکو ټاکنو څارونه وکړي.
ولسمشر غني د افغان سولې پروسه کې د سیمې هېوادونو رول مهم وباله او باثباته افغانستان یې د سیمې په ګټه یاد کړ.
ولسمشر محمد اشرف غني وویل: ((موږ هیله مند یو چې په خپل هېواد کې تاوتریخوالي ته د پای ټکی کېږدو. با ثباته افغانستان د سیمې په ګټه دی. واک باید د ټاکنو له لارې او د قانون له مخې انتقال شي او نړیوال باید د ترسره کېدونکو ټاکنو لپاره د څارنې رول ولوبوي.))
په دغه کنفرانس کې ایران، پاکستان، تاجکستان او یو شمېر نورو هېوادونو د افغانستان د سولې پروسې ملاتړ وکړ او هر هېواد په دې تړاو خپله نظریات درلودل. د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل، بهرنیان د خپلو سیاسي ګټو لپاره باید پر افغانستان خپلې تحمیلي طرحې عملي نه کړي.
د ایران د بهرنیو چارو زویر جواد ظریف وایي: (( د افغانستان اساسي قانون د افغان مخالفو جهتونو تر منځ د تعامل ظرفیت لري. تحمیلي حل لارې د افغانستان د روانې کشالې د حل لپاره اغیز نه لري. بهرنيان باید د خپل کورني سیاست لپاره د افغانستان راتلونکی په خطر کې وانچوي.))
د تاجکستان ولسمشر هم د افغان سولې له پروسې ملاتړ وکړ او وې ویل، د افغانستان مسله یوازې له سیاسي لارې د حل وړ ده.
د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان اووف وویل: (( موږ له ټولو ګډنوالو او نړیوالو سازمانونو څخه غواړو چې د افغانستان د سولې په پروسه کې مهم او بې طرفه رول ولوبوي تر څو دغه هېواد سولې ته ورسیږي.))
د دې غونډې په ځنډه کې ولسمشر غني د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره هم لیدلي.
قریشي ویلي، د افغان سولې په پروسه کې زیات پرمختګ شوی خو لاهم دا پروسه له ستونزو ډکه ده.











