Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

پر کمال خان بند ۳۵ بریدونه؛ ولسمشر غني وایي: خپلې اوبه چاته وړیا نه ورکوو

admin by admin
2021/03/24

نیمروز کې د کمال خان اوبو بند چې ۷ سوه کاله وړاندې یې افغانانو د جوړېدو تکل کړی و، په کال ۱۳۴۵ کې پرې کار پيل شو، خو د کورنیو جګړو له امله یې د جوړېدو کار پاتې شو او بالاخره د ولسمشر غني په حکومت کې د ۱۱۱ میلیونه ډالرو په لګښت جوړ او نن ګټې اخیستې ته وړاندې شو.

ولسمشر محمد اشرف غني د بند پرانیستې مراسمو کې وویل، د اوبو د مدیریت لپاره کلک هوډ لري او له دې وروسته به د افغانستان اوبه ګاونډیو ته په وړتیا توګه نه ورتوییږي.

په یادو مراسمو کې ولسمشر غني دغه راز وویل، که ایران اوبو ته اړتیا لري، نو په بدل کې دې افغانستان ته تېل ورکړي.

 ولسمشر غني وویل: ((د افغانستان او ایران اقتصاد د یوه بل متمم دي، خپلې اوبه چاته وړیا نه ورکوو، د نیمروز خلک دې خپل پیداوار په ویاړ سره وپلوري. د ملي ګټو په برخه کې شاتګ نه کوو او په دې لار کې آن خپل سر هم قربانوو.))

ولسمشر غني په خپلو خبرو کې دا هم وویل: لکه څنګه چې د کمال خان بند په جوړولو سره مهاجر مرغان بېرته هېواد ته راستانه شول، هیله لرو چې ټول افغان کډوال هم بېرته خپلو کورونو ته راستانه شي.

ولسمشر همداشان روان جنګ د افغانستان د پرمختګ پر وړاندې لوی خنډ یاد کړ او وې ویل، تېر کال وسله والو د یو میلیارد ډالرو په ارزښت د افغانستان بنسټونه نړولي چې له دې سره یې د کمال خان بند په څېر پر لسو نورو سترو پروژو د کار مخه ونیوله.

ولسمشر غني دا هم وویل چې د قیامت په ورځ به یې د کمال خان بند اوبه شفاعت وکړي.

ولسمشر غني د پرانیستې په مراسمو کې کمال خان بند ته څېرمه د ځمکو وېشلو کې به د هغو کسانو کورنیو ته چې د دغه بند په ساتنه کې یې قرباني ورکړې او هغو کورنیو چې د بند په جوړولو کې یې خپل جایدادونه له لاسه ورکړي، لومړیتوب ورکړي.

د کمال خان بند د ۱۶ میترو په لوړوالي کې جوړشوی، چې ۵۲ میلیونه میترمکعب اوبه ذخیره کوي، ۱۷۴ زره هکتاره ځمکه خړوبوي، د ۹ میګاواټه برېښنا د تولید وړتیا لري او همدا راز له ۶۵۰ زرو زیاتو خلکو ته د کار زمینه برابرولی شي.

د دغه بند د مخنیوي لپاره تر دې دمه ۳۵ لوی او واړه بریدونه شوي، ۳۹ سرتیرو ته مرګ ژوبله اوښتې او ۲۸ سرتیري لا هم د وسله والو له لوري بندیان دي، خو د نیمروز ولسونو ژمنه وکړه چې د کمال خان بند امنیت به خپله ساتي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

خوست کې۱۲۰۰ تنه له حرفوي زده کړو فارغ شول
افغانستان

خوست کې۱۲۰۰ تنه له حرفوي زده کړو فارغ شول

فبروري 9, 2026
خوست او پکتیا کې سلګونه جبري راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل شو
افغانستان

خوست او پکتیا کې سلګونه جبري راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل شو

فبروري 9, 2026
ملګرو ملتونو او جاپان هلمند کې د دوو ښوونځیو لپاره نوې ودانۍ جوړې کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو او جاپان هلمند کې د دوو ښوونځیو لپاره نوې ودانۍ جوړې کړې

فبروري 9, 2026
هرات کې د ایران کونسلګرۍ د ښځو لاسي صنایعو او هنري اثارو نندارتون پرانست
فرهنگ او هنر

هرات کې د ایران کونسلګرۍ د ښځو لاسي صنایعو او هنري اثارو نندارتون پرانست

فبروري 9, 2026
د بشري حقونو څار سازمان افغانستان کې د لوږې زیاتېدو په تړاو خبرداری ورکړی
افغانستان

د بشري حقونو څار سازمان افغانستان کې د لوږې زیاتېدو په تړاو خبرداری ورکړی

فبروري 9, 2026
یوناما: پاکستان تېر کال څه باندې ۶۰۰ افغانانو ته مرګ ژوبله اړولې
افغانستان

یوناما: پاکستان تېر کال څه باندې ۶۰۰ افغانانو ته مرګ ژوبله اړولې

فبروري 9, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist