د رويټرز د راپور له مخې، ولسمشر غني د امریکا له لوري د سولې لپاره له وړاندې شوې طرحې سره مخالفت ښودلی او په شپږو مياشتو کې د ټاکنو خپله طرحه به د ترکيې راتلونکې ناستې کې له ګډونوالو سره شریکه کړې.
رویټرز د سرچینو په وینا لیکلي، د هغې طرحې له مخې چې ولسمشر غني به یې د ترکیې ناستې کې شریکه کړي، افغان حکومت به د وخت څخه دمخه د طالبانو له لوري د اوربند سره د هوکړې په صورت کې ټاکنې ترسره کړي.
رویټرز ته یوې دولتي سرچینې بیا ویلي چې ولسمشر غني به هېڅکله هم له خپلې ولسمشرۍ تېر نهشي او راتلونکی حکومت باید د یوې دیموکراتیکې پروسې له لارې رامنځته شي؛ نه د سیاسي معاملې له لارې.
راپور کې دا هم راغلي چې ولسمشر غني خپله طرحه د افغان سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره هم شریکه کړې ده، خو له وخته دمخه د ټاکنو دقیق وخت په کې نه دی ذکر شوی.
له دې وړاندې، د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد یوه طرحه له افغان مشرانو سره شریکه کړه، چې له مخې یې اوسنی حکومت په یوه لنډمهاله ادارې بدلېده.
خو ولسمشر غني بیا موقت او لنډمهاله حکومت ردوي او وایي چې واک به یوازې د ټاکنو له لارې لېږدوي.











