Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

قطر کې د امریکا او طالبانو پټې خبرې روانې دي

admin by admin
2019/12/02

د قطر په پلازمېنې دوحه کې امریکا او طالبانو پټې خبرې دوام لري.

رسمي ادرسونه په دې اړه له څه ویلو ډډه کوي خو باور کېږي چې خبرې د دې لپاره پټې ساتل کېږي چې پایلې یې زیانمنې نه شي.

امریکا او طالبانو خبرې په هغو جنجالي مسایلو روانې دي چې په تېر کې پرې لس پړاوه خبرې شوې.

د طالبانو ښکاره دریځ همدا دی چې امریکا سره به خبرې له درېدلي وضیعت پیلوي او نوې خبرې نه شته.

د امریکا او طالبانو د بیاځلي خبرو پرده امریکایي ولسمشر افغانستان کې پورته کړه چې طالبانو سره یې د سولې هوکړه لغوه کړې وه.

اوس د دواړو لورو ترمنځ د خبرو یو پټ جریان روان دی چې د خبراوي سرچینې په دې خبرو غلې دي.

تېرځل د هر پړاو خبرو ځینې د بحث وړ مسایل به یې رسنیز کېدل، خو داځل هرڅه پټ ساتل شوي دي.

د سولې عالي شورا غړي قاضي محمد امین وقاد داسې وویل (( دا مذاکرات ملي او بین المللي حمایت لري بالاخره به امریکایانو سره مذاکرات یوې پاېلې ته رسیږي او بیا به افغان حکومت سره بین الافغاني مذاکرات پيلیږي.))

په دوحه کې د امریکا او طالبانو په پټو خبرو کې د بحث وړ مسایل پخواني دي چې امریکایي ځواکونه په څه ډول بهر شي او طالبان څنګه کولای شي افغانستان کې د وسلوالو ډلو د ګواښ په اړه امریکا ډاډه کړي.

بین الافغاني خبرې او اوربند چې د افغان حکومت او امریکا مشترکه غوښتنه ده لاهم په اجنډا کې نه دي شامل شوي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد داسې وویل (( رسمي اطلاعات تر اوسه په دې هکله نه شته د افغانستان دولت د سولې په هکله  واضیح دریځ لري او د دریځ په اول سره کې اوربند او بیا د بین الافغاني مذاکراتو پیل دی.))

اوس چې د خبرو تسلسل پټ ساتل کېږي او افغان دولت له خبرو بې خبره دی پایلو ته یې چندان هیله نه شته خو غوښتنه داده که خبرې له ولس پټې ساتل کېږي حکومت باید پرې خبروي.

 داسې ښکاري چې د امریکا او طالبانو پټو خبرو د چین په ناسته سر له اوسه اغیز کړی چې دا ناسته ځنډېدلې ده.

امریکا له دې اندېښنه لري چې افغان سوله نه باید د دوی رقیبو هېوادونو لاس ته وغورځېږي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي
روغتیا

بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي
افغانستان

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي
افغانستان

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
خلیلزاد: بلوچستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی
نړۍ

خلیلزاد: بلوچستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی

فبروري 4, 2026
ګل حسن: افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان کې فعال ګډون ته چمتو دی
افغانستان

ګل حسن: د افغانستان او روسیې ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخېږي

فبروري 4, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist