دا ځل امریکا تر بل هر وخت له طالبانو سره توافق ته خوشبینه او نیږدې ښکاري.
د امریکا د لوی درستیزانو د کمېټې مشر ویلي، د سولې په برخه کې په دې اندازه ډېر چانسونه نه وو او داسې ښکاري چې سولې ته نږدې شوي دي.
افغان حکومت بیا ډاډه نه دی چې په راتلونکي یو یا دوو کلونو کې به سولې ته ورسیږي او کنه، دا پروسه وضعیت او ارادې پورې تړلې یادوي.
پاکستان بیا ویلي، د امریکا او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې به بین الافغاني مذاکراتو ته هم لار هواره کړي.
د امریکا د لوی درستیزانو د ګډې کمېټې مشر ویلي، په تېرو اتلسو کلونو کې له طالبانو سره د توافق چانس دومره زیات نه وو.
د امریکا د لوي درستیزانو د ګډې کمېټې مشر جنرال مارک ميلي داسې ویلي (( موږ په نږدې راتلونکې کې بریالیو مذاکراتو ته نږدې شوي یوو، دا راتلونکی ډېر لرې نه دی. زه فکر کوم چې له مذاکراتو څخه د مثبتو پایلو د تر لاسه کېدو چانسونه ډېر زیات شوي دي. ما په تېر کې دومره چانس نه و لیدلی، زه له تېرو ۱۸ کلونو راهیسې د افغانستان په مسایلو کې دخيل یم))
افغان حکومت هم د سولې په برخه کې پرمختګ په شرایطو او وضعیت پورې تړي.
د ولسمشر سلاکار وحید عمر وايي، د پایداره سولې ټینګښت به یو یا دوه کاله وخت ونیسي.
طالبانو بیا د سولې په برخه کې تازه څه نه دي ویلي.
د افغان سولې ټینګښت په برخه کې د افغان حکومت او امریکا د همکارۍ تمرکزي هېواد پاکستان ویلي، د امریکا او طالبانو تر منځ به بین الافغاني خبرو ته زمینه برابره کړي.
ملګرو ملتونو کې د پاکستان سفیر منیر اکرم داسې ویلي ((د امریکا او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې به بین الافغاني مذاکراتو ته هم لار هواره کړي. په تېرو څلورو لسیزو کې پاکستان هم له افغان جګړې اغېزمن شوی دی. که افغانستان کې سوله راشي ګټه به یې پاکستان ته هم ورسیږي. د افغان سولې په برخه کې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان هم خپل رول لوبولی دی))
د طالبانو او امریکایانو نهه پړاو خبرې په ورستیو کې ظاهرا له جدي خنډ سره مخ شوې چې ان له دې مسلې د ځینو تمه پرې شوه.
د راپورنو په اساس امریکایانو او طالبانو په قطر کې څلور ورځې پرلپسې مسلسلې او پټې ناستې کړي چې د تېرو خبرو په بنا جوړه شوې مسوده کې ټولې ستونزې حل شوې ښکاري.