د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ طالبانو ته د سختو بریدونو خبرداری ورکړی دی.
ولسمشر ټرمپ د چهارشنبې په ورځ د سپټمبر د یوولسمې بریدونو کې د وژل شویو کسانو د یاد په مراسمو کې وویل، له طالبانو سره مو د سولې خبرې پلان کړې وې خو وروسته له هغې چې طالبانو زموږ سرتیری وواژه د سولې خبرې لغوه شوې.
د طالبانو پر ضد د ټرمپ دا څرګندونې بې سارې دي، ټرمپ ویلي، پر طالبانو به داسې بریدونه وکړي چې پخوا پرې نه و شوي.
ولسمشر ټرمپ همداراز خبرداری ورکړ، که هر څوک یې پر هېواد بیا برید وکړي، نو هرچېرې چې وي، ورپسې وربه شي.
امریکا کې پخوانی ډیپلوماټ او د افغانستان لپاره د بن کانفرانس بنسټګر جېمز ډابنز ويلي، د ولسمشر ډانلډ ټرمپ لخوا طالبانو سره د سولې خبرو ځنډولو لوی لامل دا و چې طالبانو امریکا ته له ورتګ انکار وکړ.
جیمز ډابنز له امریکا غږ ډیوه سره په مرکه کې ویلي، ډانلډ ټرمپ غوښتل طالبان ډېوېډ کمپ ته وروغواړي او بیا د ټرمپ په مشرۍ د طالبانو او امریکا ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک کړي، خو په وینا یې طالبانو له دې خبرې انکار وکړ.
هغه ویلي، د امریکا او طالبانو ترمنځ په ټپه ولاړې خبرې به بیرته پیل شي، خو مالومه نه ده چې کله؟
له دې سره ناټو افغانستان کې د خپلو سرتیرو مو جودیت ددې لپاره بولي چې په خبره یې سولې ته شرایط برابر کړي
د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ د سپټمبر یوولسمې پېښې د قربانیانو سره د خواخوږۍ مراسمو کې وویل، افغانستان کې سولې ته د رسیدو لپاره لاره ډیره سخته او اوږده ده.
سرمنشي همداراز ویلي، دو ځکه افغان ځواکونو ته مشوره او روزنه ورکوي چې هغوی د نړیوالې ترهګرۍ پر ضد جګړه وکړي.
د ناټو سرمنشي وویل، د افغان ځواکونو ملاتړ ته به تر هغې دوام ورکوي چې افغانستان کې امنیت راولي.