اجرایه رییس عبدالله عبدالله ویلي، طالبان د ښه نیت له مخې خوشې شوي دي.
اجرایه رییس چې د وزیرانو شورا غونډې ته یې خبرې کولې، له طالبانو غوښتي چې ټول افغانان سوله غواړي او باید دا غږ واوریدل شي.
د ولسمشر د فرمان په اساس ۸۸۷ طالب زندانیان له بیلابیلو زندانونو خوشې شوي دي.
عبدالله وویل، (( سوله د یو کس اړوند نه دی او نه هم یو کس د سولې قهرمان کېدای شي، افغانان سوله غواړي او د افغانستان له خلکو څخه باید په سمه توګه استازیتوب وشي.))
ولسمشر ډاډ ښودلی دی چې خوشي شوي زندانیان به د سولې سفیران وي او بیا به جګړې ته و نه ګرځي.
ولسمشر دا بندیان د مشورتي لوی جرګې په غوښتنه خوشي کړي دي.