ښځو چارو وزارت د مور نړیواله ورځ ونمانځله او له وسله و الو طالبانو یې د سولې غوښتنه وکړه.
د مور نړیوالې ورځې په مناسبت د ښځو چارو وزارت له وسله والو ډلو غوښتي چې د جګړې پر ځای سوله باندې تمرکز وکړي.
ښځو چارو وزارت وایي، میندې تر هر چا زیاتې د جګړې قرباني دي او باید نور یې غږ واوریدل شي.
له دې سره ولسمشر په یو پيغام کې ډاډ ښودلی چې دولتي ادارو کې به د ښځو ونډه زیاته کړي.
ښځو چارو وزارت د غبرګولي ۲۴ د مور نړیوالې ورځې په مناسبت غونډه کې د جګړې په بس او سولې پروسي بري باندې ټینګار درلود.
د ښځو چارو وزیرې دلبر نظري داسې وویل (( موږ په داسې حال کې دغه ورځ نمانځو چې د روانې جګړې اکثریت قرباني میندې ورکوي موږ د جګړې له ښکیلو خواوو غواړو چې جګړه بس کړي او سوله وټاکي.))
په دې غونډه کې د ښځو چارو وزارت دوه فعاله میرمنو ته ستاینلیکونه ورکړل چې د ښځو برخه کې یې زیات فعالیت کړی، نسرین اوریاخېل او سیماسمر هغه میرمنې وې چې وستایل شوې.