استرالیا کې د اقتصاد او سولې انسټیټیوټ د دوه زره نولسم کال تازه درجه بندۍ کې راغلي چې افغانستان د نړۍ په مخ تر ټولو زیات ناامنه هېواد دی.
دا راپور وايي چې په افغانستان کې په ۲۰۱۸ کال کې د ناامنیو اقتصادي لګښتونه د افغانستان د ناخالص تولیداتو ۴۷ برابر وو.
تېرکال سوریه د نړۍ تر ټولو نا امنه هېواد بلل شوی و.
سږکال له افغانستان نه وروسته په ترتیب سره سوریه دویم، جنوبي سوډان درېیم، یمن څلورم او عراق پنځم نا امنه هېوادونه ښودل شوي دي.
په همدې حال کې د دغه راپور په اساس ایسلنډ د نړۍ تر ټولو امن هېواد بلل شوی دی.