شپاړس بهرنیو او کورنیو مؤسسو پوهنې وزارت سره مرسته وکړه.
پوهنې وزارت سره کورنیو او بهرنیو موسسو د یویشت میلیونو ډالرو په ارزښت د ښوونې او روزنې برخه کې د همکاریو تړونونه لاسلیک کړل.
د پوهنې وزارت پلان لري چې دا مرستې به د دوه کلونو په اوږدو کې د پوهنې په بهبود باندې مصرف کړي.
له دې سره د سویس پراختیایي ادارې ژمنه کړې چې له پوهنې وزارت سره به مرستو ته دوام ورکړي.
دلته شپاړلس موسسې راغلي چې د پوهنې وزارت سره د پوهنې د ظرفیت لوړولي برخه کې هوکړه لیکونه لاسلیک کړي.
د پوهنې سرپرست وزیر میرویس بلخي وايي دغه مرستې به د محلي زده کړو د ټولګیو جوړول، د سواد زده کړې کورسونه، د کانکور چمتووالي ټولګي، د عامه پوهاوي پروګرامونه، په ښوونځي کې د شاملیدو نه مخکې زده کړه او د ښوونکو په ظرفیت او استخدام باندې مصرف شي.
د سویس هېواد د پراختیايي موسسې په افغانستان کې د زدکړو کیفت لوړونې پروژه، د تعلیمي ناظرینو ظرفیت لوړول او په هېواد کې د ښوونیز بهیر ښه والی اړین امر وباله.
د سویس هېواد د پراختیايي پروژې مشر توماس فیلچر داسې وویل (( د پوهنې په برخه کې د ظرفیت لوړونې دغه پروژه به په اته ولایتونو کې پلې شي او د سویس موسسې دغه ټړون به تر ۲۰۲۳ کاله پورې دوام وکړي موږ د شویو تړونونو په لاسلیک خوښ یو، په دې هیله چې د پروژو تر بشپړېدا وروسته یوې مثبتې پایلې ته ورسیږو.))
د پوهنې وزارت د مالوماتو په اساس اوس هم اته زره ښوونځي ودانۍ نه لري؛ خو د ولسمشر له ژمنې سره سم به زر بابه ښوونځي سږ کال جوړ شي.