افغان ولسمشر اشرف غني علماوو ته د وینا پر مهال ویلي، باور لري چې ډېری خوشې شوي طالب بندیان به بیا وسلې وانخلي او د سولې سفیران به شي.
ولسمشر ویلي، سوله د افغانستان لپاره حیاتي ارزښت لري، او د سولې لپاره نړیواله اجماع رامنځته شوې او اوس امریکا هم د افغانستان تګلاره تعیبوي.
ښاغلي غني ویلي، سوله لومړیتوب ده او له انتخاباتو سره په ټکر کې نه ده.
غني د سولې په تړاو ویلي، ځینې وختونه صبر ښه وي نسبت بې صبرۍ ته.
ولسمشر طالبانو ته په خطاب کې ویلي، د جګړې حل لاره یوازې سیاسي هوکړه ده.
ولسمشر ویلي، د هېواد په دننه او بهر کې ځینې کړۍ شته چې خپلې ګټې د جګړې په دوام کې ګوري.
ولسمشر اشرف غني ټینګار کړی چې کله هم د سولې د ټینګښت وروستۍ میاشتې نږدې کېږي، جګړه سختېږي چې باید د ناامېدۍ لامل نشي