امریکا په افغانستان کې دداعش فعالیت اندېښمن کړې.
داعش ډله امریکا متحده ایالاتو لپاره د اندېښنې وړ ګواښ دی.
د امریکا د مرکزي قوماندې قوماندان جنرال کېنېت مککینزي رسنیو ته ویلي چې افغانستان کې داعش ډله امریکا لپاره ګواښ دی او پر امریکا د برید هوډ لري.
مککینزي زیاته کړې، تر هغې چې موږ پر داعش ډلې خپل نظامي فشارونو ته دوام ورکوو، د هغوی لپاره به سخته وي چې خپلې موخې ته ورسېږي.
دغه لوړپوړي امریکايي جنرال دا هم ویلي، که څه هم داعش ډلې په افغانستان کې خپلې وړتیاوې نه دي پراخه کړي، خو بیا هم یوه ستره ستونزه جوړېدای شي.
د سیمې هېوادونه هم دداعش ډلې له حضور او پراختیا اندېښنې لري، خو حکومت ادعا کوي چې دغه ډله یې ځپلې او پراختیا ته یې نه ده پریښي.
څو ورځې وړاندې هم راپورونه خپاره شول چې په افغانستان کې د داعش جنګیالیو بریدونه پر لویدیځو هېوادونو د تمریناتو په موخه ترسره کېږي.