د حکومت اجراییه رئیس ویلي، طالبان د سولې لپاره اراده نه لري.
اجراییه رییس عبدالله عبدالله وایي، طالبان د سولې اراده نه لري او په افغانستان د ولکې انتظار کوي.
نوموړي د طالبانو دورې ته په اشارې ویلي، طالبان باید پوه شي، چې خلک او نړیواله ټولنه نه غواړي، افغانستان یوځل بیا تیاره جهنم او تیرو تورو ورځو ته وګرځي.
عبدالله دغه راز زیاته کړې، طالبان فکر کوي، چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته به یو ځل بیا واک ترلاسه کړي، چې دا تصور یې تېروتنه ده.
اجراییه رییس عبدالله عبدالله چې د مور ورځې په لمانځغونډه کې وینا کوله په طالبانو توندې نیوکې کړي او ویلي یې دي، چې د طالبانو له لورې په نامعقولو مسایلو ټینګار د جنګ د دوام سبب شوی.
عبدالله چې د طالبانو دوره یې تورې ورځې او تیاره جهنم بللی، په خبره یې خلک او نړیواله ټولنه یې د تکرار غوښتونکې نه ده.
عبدالله عبدالله داسې وویل (( په افغانستان کې د روان تاوتریخوالي چې ډیره قرباني یې افغان ښځې دي عاملین یې طالبان یادوم، د سولې خبرو لپاره فرصت او زمینه مساعده شوې، خو طالبانو بیا هم تاوتریخوالی انتخاب کړی او جګړه یې روانه ساتلې ده.))
اجراییه رییس دغه راز طالبان د تروریستي شبکو سره په لاس لرلو تورن کړي او زیاته کړې ده، چې د یادو شبکو له ملاتړ پرته طالبان دوام نشي کولی.
عبدالله عبدالله، سوله د ډیری افغانانو غوښتنه بللې خو زیاتوي، چې له حقوقو تیریدونکي نه دي.