Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

زابل کې سل بابه تړل شوي ښوونځي پرانستل شو

admin by admin
2019/06/12

زابل کې تر سلو زیات بند ښوونځي بیا پرانیستل شوي دي.

د زابل ځايي مسوولین او قومي مشران توانېدلي، چې د دغه ولایت په بیلابېلو سیمو کې تر سلو زیات بابه تړل شوي ښوونځي بیا د زده کوونکو پر مخ پرانیزي.

د سيمو اوسېدونکي که څه هم د یادو ښوونځیو په پرانیستلو سره خوښ دي، خو له دولت څخه د دغو ښوونځيو لپاره د لازمو امکاناتو غوښتنه کوي.

د چارواکو په خبره، د قومي مشرانو او ديني عالمانو په منځګړیتوب توانېدلي، چې هغه ۱۱۰ ښوونځي بیا پرانیزي، چې په بېلابېلو سيمو کې د بېلابېلو ستونزو له امله تړل شوي وو.

د زابل د پوهنې رییس نصرالله ذاهد وايي، په روان او راتلونکي کال کې به د ۱۶۵ ښوونځیو لپاره ودانۍ هم جوړې شي.

د زابل د پوهنې رییس نصر الله ذاهد داسې وویل (( په زابل کې زموږ له راتګ مخکې له دوه سوه زیات ښوونځي تړل شوي، موږ او د زابل قومي مشرانو په ګډه همکارۍ وتوانېدو چې ۱۱۰ بابه ښوونځي بېرته د زده کوونکو پر مخ خلاص کړو))

قومي مشران د تازه پرانیستل شویو ښوونځيو په فعالیت خوښي ښيي، خو له دولت څخه غوښتنه کوي، چې یادو ښوونځو ته د رسمي تشکیل او د ودانیو جوړولو په اړه اقدام وکړي.

د زابل د ولایتي شورا مرستیال اسدالله کاکړ بیا په دغه ولایت کې د نورو بندو ښوونځيو د پرانیستلو د ژمنې تر څنګ له دولته څخه د پوهنېز بهیر د کیفیت لوړولو غوښتنه کوي.

د پوهنې ریاست د چارواکو د مالوماتو له مخې په دغه ولایت کې ۲۲۴ ښوونځي شته، چې ۲۰۰ یې فعال او ۲۴ نور یې د ناامنیو تر څنګ د امکاناتو د نه موجودیت له امله تړلي پاتې دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي
افغانستان

فبروري 1, 2026
پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی
نړۍ

پښتین: د پاکستان پوځ تېر کال پر خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو له ۳۰۰ زیات بریدونه کړي

مجاهد: د نړۍ له خوا د غوښتنو تحمیل او سیاسي فشار، د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ګڼو

بلوڅ بېلتون پالو د هیروف نظامي عملیاتو دویم پړاو پيل او له پاکستاني پوځ یې ګڼې سیمې ونیوې

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist