المان د افغان سولې په اړه د امریکا او طالبانو خبرې بې پاېلې یادې کړې.
المان د افغانستان د سولې لپاره د امریکا هڅې بې پایلې یادې کړې.
له طالبانو سره د زلمي خلیلزاد تیر شپږ پړاوه خبرې المان بې پایلې یادې کړې او اوس المان غواړي له طالبانو د منځکړي په توګه د افغان سولې په تړاو نوی باب پرانیزي.
دافغانستان او پاکستان لپاره د المان ځانګړی استازی مارکوس پوتزل وویل٬ اوس ددې فرصت را رسېدلی چې په افغانستان کې جګړه پای ومومي او سوله راشي.
د افغانستان او پاکستان لپاره د المان استازي مارکوس پوتزل داسې وویل (( موږ په افغانستان کې د سولې غوښتونکي یو او اوس دا فرصت برابر شوی چې د سولې لپاره کار وشي تر څو سوله یقیني شي.))
پوتزل وايي، د زلمي خلیلزاد تیر شپږ پړاوه خبرو کومه پایله نه ده ورکړې او په نوي پړاو کې به له طالبانو سره د بهرنیو ځواکونو په وتلو٬ له ترهرګرۍ سره مبارزه٬ اوربند او بین الاافغاني خبرو باندې تمرکز وي.
له دې سره د بهرنیو چارو وزارت وايي٬ مارکوس پوتزل به د افغانستان د سولې په تړاو بهرنیو هیوادونو ته سفر وکړي او بیا دوحې ته ځي.
افغان حکومت په دې هڅه کې دی چې د افغان سولې په تړاو خبرو کې د جرمني رول زیات کړي٬ خو دا چې د جرمني رول به څومره موثر وي او څومره به وتوانیږي چې سولې پروسه بریالۍ کړي، وخت ته اړتیا لري، هغه پروسه چې امریکا په کې ناکامه ښکاري.