د نیوزلند لومړۍ وزیرې جکندا اردرن ویلي، د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې به خپل سرتېري له ۱۳ څخه ۱۱ تنو ته راکم کړي.
د نیوزلند دغه شمېر سرتېري افغان ځواکونو ته مشورې او روزنه ورکوي.
جکندا ویلي، د نیوزلند سرتېري به د ۲۰۲۰ کال تر ډسمبر میاشتې افغانستان کې پاتې شي.
له دې سره جکندا اعلان کړی چې عراق کې خپل پوځي ماموریت پای ته رسوي.
جکندا ویلي، عراق کې به د سرتېرو شمېر په تدریجي ډول کموي او د ۲۰۲۰ د جون تر میاشتې پورې به ټول سرتېري وباسي.