Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

خلیلزاد: د افغان سولې خبرو نوی پړاو پیلېږي

admin by admin
2019/06/10

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر ټوېټر لیکلي چې د افغان سولې خبرو نوی پړاو پیلېدونکی دی.

خلیلزاد ټینګار کړی چې د سولې خبرو په نوي پړاو کې باید اکثریت افغانان ګډون ولري.

خلیلزاد همداراز له ولسمشر اشرف غني سره یکشنبه لیدلي او د افغان سولې پروسې په ګډون یې، د سیمه ییزې اجماع او د سولې وروسته پرمختګونو په تړاو بحث کړی دی.

خلیلزاد په خپل اووم سفر کې له کابل وړاندې اسلام باد، برلین او بروسلز ته تللی و.

ټاکل شوې چې خلیلزاد قطر ته هم ولاړ شي او له طالبانو سره یو ځل بیا د سولې خبرې پیل کړي.

له دې سره په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي، تمه لري چې دا ځل به له امریکا سره وروستیو هوکړو ته ورسېږي.

شاهین له عرب نیوز سره په مرکه کې ویلي، دې پړاو خبرو کې به پر مهمو موضوعاتو بحث وشي او په وینا یې که امریکا له افغانستان د وتلو مهالوېش مالوم کړي، نو طالبان به هم ضمانت ورکړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي
افغانستان

فبروري 1, 2026
پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی
نړۍ

پښتین: د پاکستان پوځ تېر کال پر خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو له ۳۰۰ زیات بریدونه کړي

مجاهد: د نړۍ له خوا د غوښتنو تحمیل او سیاسي فشار، د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ګڼو

بلوڅ بېلتون پالو د هیروف نظامي عملیاتو دویم پړاو پيل او له پاکستاني پوځ یې ګڼې سیمې ونیوې

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist