چين افغانستان سره د دوه اړخيزو اړيکو او همکاريو د پراختيا هيله مندي وښوده.
د چين د کمونيست ګوند د نړيوالې څانګې مرستيال وزير او کابل کې د چين سفير افغانستان او چين ترمنځ د دوه اړخيزو اړيکو او همکاريو پراختيا ته هيله مندي وښوده.
دغه چينايي چارواکي وايي، د چين او افغانستان ترمنځ د اړيکو او همکاريو پراختيا به د دواړو ملتونو ترمنځ نږدې والي ته زمينه برابره کړي.
کابل کې د چين سفير او د ياد هېواد د کمونيست ګوند د نړيوالې څانګې مرستيال وزير شمشاد ټلوېزيون څخه د ليدنې پرمهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو او همکاريو په پراختيا ټينګار وکړ.
مرستيال وزير د دواړو هېوادونو د رسنيو د چارو د لاپراختيا غوښتنه وکړه او ډاډ يې وښود، چې دې برخې ته به زياته پاملرنه کوي.
د کمونيست ګوند د نړيوالې څانګې مرستيال وزير وانګ یاجون داسې وویل (( افغانستان ته د دې سفر اصلي موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو او همکاريو پراختيا ده، د هېوادونو ترمنځ اړيکې د زړونو ترمنځ اړيکې زياتوي او واټن را کموي.))
د شمشاد تلويزيون مشرتابه هم چين د افغانستان له تاريخي سټراټيژیکو دوست هېوادونو له ډلې ياد کړ او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ورته اړيکو د پياوړتيا هيله وښوده.
په ياده ليدنه کې د شمشاد ټلوېزيون رئيس له لوري له چينايي پلاوي غوښتنه وشوه ،چې هلته افغانانو ته د زده کړو زمينه برابره شي.
د شمشاد ټلوېزيون رئيس عبدالکريم فضل داسې وویل ((چين او افغانستان دوستانه تاريخي اړيکې لري او په دې هيله، چې دا اړيکې نورې هم پراخې شي. موږ تمه لرو چې چین به د افغان محصلینو لپاره لا ډيره د زده کړو زمینه برابره کړي.))
چین چې له افغانستان سره په بیلابیلو برخو کې دوه اړخیزې اړیکي لري، په سوداګرۍ او ګډو پروژو ټینګار لري چې دواړو هېوادونو ته یې ګټه رسیدلی شي.