د نا امنیو سر بېره د حکومت له لورې د پانګونې مصئونیت لپاره د برنامو نشتوالی هغه څه یادیږي چې پانګونه ګواښي.
نا امني او د پانګونې لپاره د مصئون چاپیریال نشتون د دې لامل ګرځيدلی چې سوداګر ډېر کله په هېواد کې دننه پانګونې ته زړه ښه کړي.
د جرايي جرمونو او ډاډمن امنیت نشتون سربېره، د پانګونې د جلب لپاره د حکومت پر ناکاره سیاستونو نېوکه کیږي چې له امله یې تر اوسه په ځينو سټراټيژیکو برخو باندې پانګونه نه ده شوې.
د پانګوالو د ملاټر او د پانګونې د جلب پر وړاندې د حکومت سیاستونه د دې لامل شوي چې په مهمو او سټراټيژیکو برخو باندې پانګونه ونه شي.
وړاندیز دا دی که د سوداګرو د سر او مال خوندیتوب ته پاملرنه ونه شي، له هېواده د پانګو وتلو ته به لاره خلاصه شي.
افغانستان اوس هم د پانګونې لپاره مصئون ځای نه بلل کيږي، د سوداګرو د تښتونو او جنايي جرمونو سربېره د ځینو زورواکو له لوري د باج غوښتنې هغه لاملونه دي چې د پانګوالو ژوند او مال ګواښي.
د حکومت په دننه کې فساد او د پانګونې مصونيت په برخه کې د تضمین نشتوالی نه یواځې د پانګونې مخه نېولې، بلکې له هېواده یې د پانګې ویستلو ته فرصت برابر کړی.
د دې هر څه سربېره حکومت ته وړانديز کيږي تر څو داسې سیاستونه او برنامې غوره کړي چې له مخې یې د پانګونې خوندیتوب رامنځته شي او پانګوال سټراټیژیکو برخو کې پانګونې ته وهڅول شي.