د سولي مشورتي لویه جرګه کې له طالبانو سره په احتمالي توافقاتو خبرې کېږي چې جرګې ته د منلو وړ وي.
سولې عالي شورا د افغان سولې په تړاو د مشورتي لویې جرګې موخې په ډاګه کړې چې اوس یې د جوړېدو په طرحه کار روان دی.
سولې شورا وايي د افغان سولې برخه کې نړیواله اجماع شته خو سیمه ییزه اجماع نه لیدل کېږي او هر هېواد خپلو ګټو پسې ګوري.
افغان حکومت د سولې په تړاو مشورتي لویه جرګه جوړوي چې د حوت میاشتې له ۲۶ تر ۲۹ به دوام وکړي او د اړتیا په صورت کې دوه ورځې غځېدی هم شي.
سولې شورا له طالبانو سره د سولې مذاکرات بې شرطه کوي خو توافقاتو کې شرطونه لري.
لویه جرګه کې د سولې د توافقاتو په میکانیزم هم خبرې کېږي چې اساسي کرښې یې روښانه شي.
حکومت باوري دی چې د سولې په برخه کې ملي اجماع شته او سولې شورا تمه لري چې دا اجماع په لویه جرګه کې ثابته شي.
د سولي عالي شورا د افغان حکومت پرته نورې ټولې ناستې غیري رسمي بولي او باور لري چې لویه جرګه کې به د مستقیمو او غیري مستقیمو مذاکراتو په تړاو خبرې وشي چې غیري مستقیم مذاکرات رسمي مذاکرات زیانمن نه کړي.
له دې سره د سولې شورا د دارالنشاء رییس عمر داودزی د افغان سولې په تړاو د وضعیت په تغیر باور لري چې په نړیواله کچه اجماع شته، خو په سیمه ییزه کچه هېوادونه یو خوله ندي.
د مشورتي لویې جرګې لپاره له ټول هېواد ۲۰۰۰ نفر راغوښتل کېږي چې د اړتیا په صورت کې یې شمېر زیاتېدی هم شي.
سولې عالي شورا یې د رهبرۍ او غړو په ټاکنه هم طرحه جوړه کړې چې په اساس به يې ټاکنې کېږي.