د پاکستان لومړي وزير په دغه هېواد کې ثبت شويو کډوالو ته د بانکي حسابونو د پرانيستې اجازه وکړه.
لومړي وزير عمران خان پاکستان کې هغو مېشتو افغان کډوالو ته د بانکي حسابونو د پرانيستې اجازه ورکړه ، چې یاد هېواد کې ثبت دي.
لومړي وزير عمران خان ويلي، افغان کډوال کولی شي د پاکستان په اقتصادي چارو کې رغنده رول ولوبوي.
عمران خان په خپله ټويټر پاڼه ليکلي، ثبت شوي افغان کډوال سر له اوسه کولی شي د پاکستان په اقتصاد کې مهم رول ولوبوي او دا کار باید پخوا شوی وی.
دملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د راپور له مخې اوسمهال له يو مېليون زيات افغان کډوال قانوني اسناد لري چې پاکستان او خیبرپښتونخوا کې اوسیږي.