اجراییه رییس عبدالله عبدالله وايي، طالبان د سولې خبرو لپاره رېښتینی پلان نه لري او د خبرو د پیل لپاره باید پلمو ته پرېنښودل شي.
اجراییه رییس عبدالله عبدالله د وزیرانو شورا غونډې ته په خبرو کې ویلي، د یو افغان وګړي وژنه هم د منلو وړ نه ده او افغان ځواکونه باید د ملکي وګړو ژوند ته پام وکړي.
عبدالله ویلي، ملي یووالي حکومت یو دی او په ځینې مسایلو کې تفاهم ته اړتیا ده.
عبدالله ویلي، طالبان د سولې پر وړاندې خنډ دی او دوی باید پلمو ته پرېنښودل شي.
عبدالله ویلي، هره ورځ چې افغانان په جګړه کې تېروي ګڼ فرصتونه له لاسه ورکوي.
قطر کې د سولې خبرې
قطر کې د امریکا او طالب استازو ترمنځ خبرو کې ملا برادر هم برخه واخلي.
قطر کې دیپلوماتیکو سرچینو تایید کړې چې له امریکايي پلاوي سره د دوحې په دې پړاو خبرو کې به ملا عبدالغني برادر برخه ولري.
همدې سرچینې ويلي چې، احتمالاً به خبرې تر ډېره پر اوربند، د افغانستان د جګړې پر پای ته رسولو او د بهرنیو ځواکونو پر وتلو متمرکزې وي.
د ملابرادر ګډون د دې لپاره مهم دی چې د امریکايي دیپلوماتانو په وینا د طالبانو د قطر د دفتر نور غړي زیات صلاحیت نه لري.
امریکایي دیپلوماتان وایي، ډېرو مسلو کې طالب پلاوي له خپل مشرتابه سره مشورې ته اړتیا لرله چې له کبله یې د سولې بهیر اوږدېده.
وړاندې ویل کېده چې ملاعبدالغني برادر ځکه په خبرو کې ګډون نه شي کولی چې د سفر اسناد نه لري خو اوس داسې ښکاري چې دا ستونزه حل شوې او نوموړی دوحې ته رسېدلی دی.