د بلخ په چمتال کې افغان ځانګړو ځواکونو د طالبانو یو زندان مات کړی او زندانیان یې خوشې کړي دي.
ځانګړو ځواکونو بلخ کې د طالبانو زندان مات کړی لس تنه یې را خوشي کړي دي.
شمال زون کې د دوه سوه نهه شاهین قول اردو مطبوعاتی دفتره خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې دا زندان کې افغان پولیس ساتل کیدل چې راخوشي شول.
دا عملیات تیره شپه د بلخ چمتال ولسوالۍ البرز غره سیمه کې شوي دي.
په عملیاتو کې د مرګ ژوبلې اوښتو یادونه نه ده شوې او طالبانو تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.