Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

اچقون: یوازې حکومت کولی شي طالبان له تور لیست وباسي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2019/02/25

د سولې عالي شورا وايي اساسي قانون کې تغیر د حکومت صلاحیت دی نه د امریکا.

له افغان حکومت پرته بل هېڅ هېواد نه شي کولی طالبان له بندیزونو او تور لیست وباسي.

سولې شورا وایي، که طالبان ریښتیا سوله غواړي، د سولې ادرس افغان حکومت دی چې اجرایوي صلاحیت لري.

سولې شورا د طالبانو ځینو غوښتنو ته په اشارې وايي، اساسي قانون کې تغیر د افغان حکومت او خلکو صلاحیت دی، نه د امریکا.

سولې شورا له طالبانو غوښتنه وکړه چې د سولې په تړاو لویې مشورتي جرګې ته خپل استازي معرفي کړي.

کابل کې د سولې میندو د دویم پړاو دریمې ناستې ته د لس ولایتونو څخه مېرمنې راغوښتل شوي چې څنګه کولی شي د سولې پروسه کې ونډه واخلي.

سولې شورا وایي، د ښځو له ګډون او د اتلس کلنو لاسته راوړنو له ساتنې پرته سوله ناشونې ده.

سولې شورا مرستیال عبدالخبیر اچقون له طالبانو غواړي چې د بندیزونو لرې کولو او له تورلیست څخه د دوی د مشرانو ویستلو لپاره باید له افغان حکومت سره خبرې وکړي.

اچقون وایي، طالبانو ته د نورو هېوادونو لارښوونې، نه طالبانو او نه هم هماغه هېوادونو ته ګته رسوي.

ښځې عادلانه سوله هغه بولي چې ښځې هم په کې ګډون ولري او خبره یې واورېدل شي.

سولې شورا له طالبانو او په کور دننه له ښځو غواړي چې د سولې په اړه لویه مشورتي جرګه کې برخه واخلي او د خپلو نظریاتو ترڅنګ د خلکو غوښتنې او وړاندیزونه هم واوري.

ShareTweetShareSendSend

Related News

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد
افغانستان

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي
افغانستان

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې
افغانستان

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي
افغانستان

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی
افغانستان

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي
افغانستان

هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي

جنوري 29, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist