Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

۲۰۱۸ کابل د افغانانو لپاره خونړی و!

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2019/02/24

دوه زره اتلسم کال د ملکي مرګ ژوبلې له پلوه خونړی کال و.

په کابل کې د ملګرو ملتونو یا یوناما مالومات ښيي چې دوه زره اتلسم کال کې تر نږدې یولس زرو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي.

یوناما وايي، د مرګ ژوبلې درې شپیته سلنه د دولت ضد وسله والو او څلرویشت سلنه ېې د افغان حکومت له لوري ښودل شوې ده .

په کابل کې د یوناما د بشري حقونو رییس ریچارد بینیت داسې وویل (( جګړې په افغانستان کې درنه مرګ ژوبله اړلې ده، په ۲۰۱۸ کال د ملکي مرګ ژوبلې کچه ډیره لوړه وه، په دغه کال کې ۱۰۹۹۳ تنه ملکي وګړي ټپیان او وژل شوي دي، چې دوه په دریمه برخه يې د وسله والو او یوه په څلورمه برخه د حکومت له لوري ده.))

د یوناما مالومات ښي چې د مرګ ژوبلې ۴۲ سلنه يي ځانمرګې بریدونه او په ګڼې ګڼو سیمو کې له مخکې ځاي پرځاي شویو چاودیدونکو توکو له امله رامنځته شوې ده.

د مرګ ژوبلې زیاته پړه د دولت پر وسله والو مخالفینو ده چې ځانمرګو بریدونو کې یې اړولې ده.

د یوناما دمالوماتو له مخې په تیرو لسو کلونو کې تر دوه دیرش زرو زیات ملکي وګړي وژل شوي او تر شپیته زرو زیات ټپیان شوي دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد
افغانستان

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist