دوه زره اتلسم کال د ملکي مرګ ژوبلې له پلوه خونړی وو.
د ملګرو ملتونو له لوري په تازه خپاره شوي راپور کې راغلي، دوه زره اتلسم کال کې ټول درې زره اته سوه څلور ملکي وګړي وژل شوي او اوه زره یو سلو نهه اتیا تنه ټپيان شوي دي.
د ملګرو ملتونو دغه کلني راپور کې همدراز راغلي چې د وژل شویو درې زره اته سوه څلور کسانو له ډلې نهه سوه اوه ویشت یې ماشومان دي.
د مرګ ژوبلې تر ټولو زیاته ملامتیا چې درې شپیته سلنه ښودل شوې د دولت په مخالیفو ډلو اچول شوې ده.
سرچېنې لیکلي، طالبانو اوه دیرش سلنه مرګ ژوبله، داعش ډلې شل سلنه او شپږ سلنه نوره هم حکومت ضد او نامالومو ډلو اړولې ده
د ملګرو ملتونو راپور لیکلي، څلریشت سلنه مرګ ژوبله افغان ځواکونو او یا هم حکومت پلوه وسله والو له لوري اوښتې ده.
په دغه راپور کې بهرني ځواکونه بیا یواځې د شپږ سلنه مرګ ژوبلې اړولو مسول ښودل شوي دي.