افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي، یوازې افغانان د ولسمشر د ټاکلو حق لري او د اسلام آباد په ګډون تهران او مسکو حق نه لري چې د افغانانو برخلیک وټاکي.
ولسمشر غني ویلي، هغه کسان چې د موقت حکومت غږ پورته کوي، له ولس وېرېږي او دغه پلان په بهر کې چور شوی دی.
ولسمشر ټینګار کړی چې په بهرني هېوادونو کې جوړ شوي پلانونه افغانستان کې ناکام شوي دي.
ولسمشر محمد اشرف غني ویلي، هغوی چې د کندهار یو شمېر خلک یي له زده کړو بې برخې کړي، جفا یي کړې.
ولسمشر د لوی کندهار له ځوانانو سره په لېدنه کې ژمنه کړې چې ددغه ظلم جبران غواړو.
ولسمشر نه دی ویلي چې چا د کندهار خلکو د زده کړو پر وړاندې خنډونه جوړ کړي دي .
ولسمشر په دغه لېدنه کې ویلي چې غواړي په راتلوونکو دوو کلونو کې د هېواد عادي بودیجه له خپلو عوایدو پوره کړي.
ولسمشر همداراز ویلی چې د لوی کندهار اوسېدونکي دې د خپلو ولایتونو د پرمختګ په تړاو طرحې ورکړي.