ګلبدین حکمتیار وایي چې مشورتي لویه جرګه ستونزه نه شي حل کولی، بلکې ستونزه لا ډېرولی شي.
د حزب اسلامي مشر چې نن یي مطبوعاتي غونډې ته خبرې کولی وویل، د بهرني ځواکونه د وتلو لپاره باید یو جامع پلان جوړ او مهالوېش اعلان کړي.
حکمتیار وویل چې بهرني ځواکونه باید افغانستان پریږدي، تر هغې چې بهرني ځواکونه افغانستان کې وي، د جګړې د دوام لپاره به پلمې پيدا کیږي.
د حکمتیار په باور امریکا او ناټو په افغانستان کې هېڅ هدف ته و نه رسېدل او د وضعیت په کنټرول کې پاتې راغلل.
حکمتیار د ولسي جرګې ټاکنې له شرم ډکې وبللې او پر وینا یي چې حکومت په ناقانونه ډول کمېشنران رخصت او خالي لاس کړل.
دحزب اسلامي مشر طالبان اوربند ته وهڅول، داسې اوربند چې اوږمهاله وي.
ګلبدین حکمتیار وویل طالبانو ته په کار ده چې بین الافغاني خبرو ته لبیک ووایي او افغانان باید خپل منځ کې کېني، د بحرانونو مخه ونیسي او جګړه پای ته ورسوي.