د ارزګان اوسېدونکي وايي، مرکزي روغتون ته ناروغان ورولي خو درمل په کې نهشته.
د ارزګان اوسیدونکي وايي، د بې وزلۍ له امله مرکزي روغتون ته ناروغان ورولي خو درمل په پیسو رانیسي.
مسؤول چارواکي وايي، دمګړۍ دا ستونزه شته خو زر به درمل تر روغتون ور ورسیږي.
خلک شکایت کوي چې شخصي روغتونو ته د تللو مالي توان نه لري خو دلته بیا درمل او نور اړتیا وړ توکي نشته.
د ولایتي روغتون مسوولین وایي چې د دې روغتون پروژه بشپړه شوې او ډېر ژر به نوې پروژه پیل شي.
د ترینکوټ ولایتي روغتون تمویل وړاندي د افغان روغتیايي او پرمختیايي موسسې کاوه چي اوس دا پروژه پای ته رسېدلې او د ټولنیز روغتیايي او پرمختیايي پروګرام موسسه یې نوې تموېلوونکی بنسټ دی.
د دې نوي قرار داد سره د دغه روغتون د یو شمېر اداري کارکوونکو تنخواګانې هم کمي شوي چي په اوسني کم معاش د روغتون کار کوونکي خوښ نه دي.