که هند د پاکستان پر ضد اقدام وکړي، افغانستان کې د سولې خبرې به اغېزمنې کړي.
کابل کې د پاکستان سفير زاهد نصرالله ويلي، پاکستان سره د هند هر ډول تاوتریخوالی به د امریکا او طالبانو پر خبرو اغېز پرې باسي.
پاکستاني سفیر نصرالله ویلي، د افغان سولې بهیر کې د پاکستان رول مهم دی او دغه هېواد د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې مخامخ خبرو کې رول لوبولی دی.
زاهد نصرالله ویلي، د هېوادونو ترمنځ له تاوتریخوالي ډک اقدامات په دغې پروسې اغېز کوي او په وینا یې که د کشمیر په مسئله کې د پاکستان او هند ترمنځ تاوتریخوالی زیات شي، دا به د سیمې په سوله او ثبات هم اغېز وکړي.
د هند او پاکستان ترمنځ کړکېچ له هغې وروسته زور اخیستی چې د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې د نومبر په ١۴مه یوه برید کې له ۴٠ زیات هندي ځواکونه ووژل شول.
د دغه برید مسؤلیت په پاکستان کې مېشت د جیش محمد ډلې منلی دی.