Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د قطر ناسته کې به سیاسیون محوري رول ونه لري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2019/02/20

قطر کې د طالبانو او سیاسیونو ترمنځ ناسته کې به سیاسیون محوري رول و نه لري.

امریکا او طالبان پنځه ورځې وروسته بیا د قطر په مېز بحث کوي چې اوسمهال د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد د سیمې هېوادونو په سفر بوخت دی، خو د خبرو میکانیزم برابر شوی دی.

د مسکو د ناستې برخوالو چې طالبانو سره یې بحث ارام و بله ناسته یې په دوحه کې جوړیږي.

طالبان غواړي له دې لارې خنډونه له منځه یوسي چې د سولې وروسته یې اټکل کیږي.

افغان حکومت کار کوي چې د سولې شورا سره یوځای په مرکچي پلاوي کې بدلون راولي.

تمه داده چې د قطر ناسته کې به د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ مخامخ خبرو ته لار هواره شي.

د سولې او اعتدال ټيم چې د دې ناستې ګډونوال دی، له حکومت هم غوښتنه کړې وه چې قطر ته دې استازي ولیږي.

باور کېږي چې د قطر په ناسته کې به سیاسیون محوري رول و نه لري او یوازې د سولې په تړاو به بحثونه وکړي.

افغان حکومت ناسته کې ګډون په دې مشروط کړی چې طالبان په کې له افغان حکومت سره خبرو ته کېني، هغه څه چې د سولې شورا یې هم غواړي.

په دوحه کې اصلي خبرې به د طالبانو او امریکا ترمنځ وي چې افغان حکومت هم له دې امله د قطر په تېره ناسته جدي غبرګون درلود، خو سیاسیونو سره د طالبانو ناستې هدف یوازې همدا بلل کېږي چې طالبان وار له مخه هغه ګواښونه له منځه یوسي چې امریکا سره د سولې په اړه توافق ته رسیږي.

له دې سره د سولې عالي شورا کار کوي چې مرکچي پلاوي کې بدلون راولي ترڅو د سولې خبرو ته سرعت ورکړي خو په کمېټې تر اوسه کار نه دی پیل شوی چې له افغان حکومت د خلیل زاد غوښتنه وه.

افغان حکومت د سولې په تړاو د کب میاشتې په وروستیو ورځو کې لویه مشورتي جرګه رابلي چې د راپورونو پراساس ښایي له درې تر پنځه ورځو به دوام وکړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد
افغانستان

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي
افغانستان

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې
افغانستان

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي
افغانستان

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی
افغانستان

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي
افغانستان

هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي

جنوري 29, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist