Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

حکومت د پاکستاني سفیر څرګندونې غیرمنطقي وبللې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2019/02/20

د پاکستان او هند اړیکې د افغان سولې پورې تړاو نه لري.

پاکستان باید د بې اساسه او بې بنیاده څرګندونو پر ځای سیمه کې د ترهګرۍ پر ضد عملي ګامونه واخلي.

د ارګ ویاند هارون چخانسوري له لوري رسنیو ته په استول شوي غږیز پیغام کې ویل شوي، چې د افغان سولې په وړاندې لوی ګواښ په سیمه کې د تروریستي ډلو د مرکزونو او ځالو شتون دي.

هارون چخانسوري ویلي، سیمه کې د تروریزم له ځالو او مرکزونو څخه نور باید د وسیلې په توګه استفاده ونشي او په ځانګړي‌ توګه پاکستان باید له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې عملي ګامونه واخلي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم د پاکستان د سفیر څرګندونې غیرمنطقي بللي او زیاتوي چې د پاکستان او هند اړیکې د افغانستان د سولې له بهیر سره هېڅ تړاو نه‌لري.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت الله احمدي بیا د هند او پاکستان اړیکو ته په اشارې ویلي ، کوم مشکل چې د هند او پاکستان تر منځ دی، اړخ یې مشخص دی دا چې دا هېواد په دې ډول ګواښ کوي، دا ډېر غیر منطقي ده.

بهرنیو چار وزارت یوه ورځ وروسته د همدغو څرګندونو په تړاو کابل کې د پاکستان سفیر زاهد نصرالله احضار کړ.

ShareTweetShareSendSend

Related News

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد
افغانستان

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist